سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
 
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

 

وطنه

ویدې قافلې

ازموينه

د وطن بچيانو ته

د يووالي غږ

عظمت او جهالت

زنداني ناره

د وخت اواز

موقع

سړیتوب

وطنه !

په بیړۍ کې

شاعر اولیکوال ته

مورته

دصمد روحاني روح ته

دویني کتنځئ

پرهرونه تصویرونه

د سفر خاطره
 

 

د محمد يوسف خدمتګار مزدور زوې


                  لنډ ه پېژندنه

 

نوموړئ د۱۳۳۴لیږد لمریز کال دمرغومی په ۱۱ (۱۹۵۵ م کال دجنوري په لومړۍ» نټه دکونړونوو لایت   دنرنګ دولسوالۍ دلمټک په کلي کې  زیږیدلئ دپلار نوم يی محمد سیفورؤ. دپلار له اړخه دمزدور خان او دمور له اړخه دکیجانخان چې دواړه ورونه او د محمدافضل  خان زامن او دمحمد اکرم خا ن دزوي محمد عمر خان لمسي وولمسئ دئ  .
وروسته له دې چې دنرنګ دلیسې ددولسم ټولګي څخه په بري ووت دپولیسو اکادمی ، او دسیاسي او ټولنیزو علوموپه انستیتیوت کې يي لوړې او مسلکي زده کړې وکړي  درسمی دندو په اوږدو کې يي دملګرو ملتونو دسازمان دUNDCP دڅانګې په بیلو بیلو کورسونو ،نړیوالوسیمنارونو او ورکشاپونو کې  ګډون کړئ دئ. اودهلمند ولایت دامنیه قومندانۍ دمخدره توکودمخنیوي دمدیریت دغړي دهمدغه مدیریت دمرستیال اومدیر  دنیمروز ولایت دڅارندوې قوماندان دننګرهار ولایت دڅارندوې دسیاسی آمر دکورنیو چارو وزارت دجنايی جرمونودکشف رئیس او دکورنیو چارووزارت دمخدره توکو او قاچاقي مالونو دکشف کنترول اومخنیوي درئیس په توګه يي بیلې بیلې ټولنیزي دندې پر مخ بیولي   دي اوس اوس چې په ناروې کې سياسي کډوال دئ.هم دهیواد اوهیوادوالو دپاره شعر وايي شعر لیکي او یواځې دوطن په نوم دهیلو  آرمانونو ډک ژوندتیروي  .   نوموړئ له وړوکوالي څخه شعر وایی ! چاپي اثار یی عبار ت دي له

۱   هیلي هاندونه او آرمانونه
۲   هیلي آرمانونه  اومنزلونه
۳   پرهرونه تصویرونه      
۴   دزمانې غږ دخلکو غږ       


او همداډول ځانګړي شعرونه مسلکي او ټولنیزي مقالې یی دهیواد په بیلو بیلو رسنیو او انټرنیټ په مټ چاپ او خپاره شوي او پنځه شعري ټولګې  يي د
  ۱    مساپرې هیلي
  ۲    د پڼو چغار
  ۳    خواږه ترخه
  ۴    زبیرګئ
   ۵   سره کوڅه
همدارنګه دلنډوکیسو یوه ټولګه يي د(زما کیسئ ) ترسرلیک لاندې چې ټول
دنوموړي دژوند یادونه ،کورنۍ ټولینیزي اوسیاسي ناخوالې اونیمګړتیاوې، دګران
هیواد دوروسته پاتیوالي سببونه د تپل شوو جګړو داوږدې غمیزي انځورونه
تاریخي ویاړنې په راتلونکي دنوموړي دټینګ باور اودهیواداوهیوادوالوسره ژوره
مینه دملي یووالي اوسیاسي بیدارۍ په هنداره کې ویني او په همدغه باور
دبشپړې خپلواکۍ اوسوکالۍ په لورهڅوونکي هیلي انځوروي له جیلم نه
ترآمو اوله بولان او تاترې نه تر پامیر او واخانه پورې دګران هیواد داسقلال
په بشپړ تیا کې دروانو منطقوی جګړو چې دنړیوال شیطاني جال یوه کړۍ
اوټوله نړۍ يي نا آرامه کړې دحل لاره ویني او بیانوي يي   

 

زبیرګئ

چې  يي  بله  ستا د مخ  راته  ډیوه  کړه
بد نوشۍ    نه  مې  ساقي  هله  توبه کړه
انتظار دې څومره خوږ دئ  چې تیریږي
چې  وعده  پوره  کیده  بله  وعده  کړه
که سوزیږم  په مجمر کې باندې خیر دئ
دا  په  دې  چې  را يي  مینه  پښتنه  کړه
د  پلو لاندې  دې  وکتل  موسکۍ  شوې
رقیب  ځکه  د غضب  ټنډه  تر وه  کړه
په هجران کې مې  وصال په  خوب لیدلو
چې مې شپه د ژوندانه  دومره اوږده کړه
که  په  برخه  مې کړاو، او  ژړیده  وي
یو څه  ما هم  د ځوانۍ  جوړه  شیبه  کړه
خپه  نه شې که زبیرګئ مې خولې نه  خیژي
ما  د ې  شمعې  سره  تیره  توره  شپه  کړه
عجیبه  ده  چې لا اوس  هم پرې  پوه  نه  یو
کوم  اغیار  زمونږ  د میني  ډیوه  مړه کړه
اوس هم وخت دئ خدمتګاره که پوهیږې
که برې غواړې جانان  دې دلاسه  کړه

محمديوسف خدمتګار مزدور زوی

 

ارمان

دوعا

کډوال

څاڅکي

پیژنم

دوعا

زبیرګئ
مینه  بازار
دخیال میلمه
پیغام
خيرات
دلیموخبرې
مالیار

ژونــــــــــد

ژونــــــــــد

  ملامتي

پښتون ته

تور القاب

دحرم پولې

د ازادۍ پسرلی

دوصال اندیښنئ

وسول

کڼړ ته

مورې

خجالت

پل

تضاد

پت عزت

وچې ویالې
دپلار کور
پښتنې پیغلې ته
تر څو

پړه

زيری

افغانه

دام

دتیور خاطره

د آزادی پريښتې ته

خوشحال بابا ته

پيغام

پښتون ته

زما افغانستانه

زما وطن افعانستان دی

یو افغان

زوړغچ
د وطن ناوې 
پـــښــتــو

د هرات په سفر تللی
ګران ځوی پاڅون ته

ډیوئ

ملي موقع

افغانه پوه نه شولې

اختر
لراوبرمخ
دشعر مورچل

بل توپان

اشارې

سوو هيلو او انديښنو ژبه

مات کاودڼي

ازموینه
هيلی او ارمانونه
عزم
دخلکو غږ
د عشق زور
د پښتو د ستر مشر په ياد
د بلبلو چغار
قصور
ژوندي اميدونه
شاشجاعګان
عظمت او جهالت
غزل غزل  وطن
نهنګ
وير
ولې
موقع
پل
 وطن ته
 بد نصېب
د پښتون وطن
د ستم باد


ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته