زه به څه کړم دا نوروزچی می واک نه وی د خپل د پردیو تر ولکی هیڅ می ځواک نه وی د خپل لاس تړلی پخپل کور کی د پردېو اسیر عیش او نوش ددی وطن د پردو وې نه می خپل
ځنځېری لیونې خیالونه می یاغی شوله فرمانه ځخه لاړ هوس می طوفانی شود جانانه سره لاړ دذهن په هنداره کی چی ماته په خندا شو قفسنه زړه می ووت تور چشمانو سره لاړ له عقله پردی کړم ګریوان څیری په صحراشم ځوانی می بهار ونه لید خزانه سره لاړ بیلتون دهغی مانه ځنځیری لېونې جوړ کړ یاررانغی می خواته رقیبانو سره لاړ مل بس دی نور دخیال په ټالونه مه زنګیږه خوانی دی دخیالونودکاروانه سره لاړ
پوهندوې داکتر سيد احسام مل
ددې پاڼې ټولې ليكنې دليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي ،ددي پاڼې ملګرتيا ورسره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي