سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
 
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

افغانان غلول کیږی

څه   عجیبه    زمانه    شوو   خاینان   ستایل     کیږی
وطنپال    او   منورو    له     وطنه     شړل     کیږی
کور  او   کلی  له  یوسره  د پردوپه لمسون وران کړل
د وران کار نوم که څوک واخلی زر په کفرنیول کیږی
څو  ناپوهو  او جاهلو  له جاسوس  قهرمان  جوړ کړی
ذهن  د  خلکو  مخدر  کړی   څو  افغان   غلول  کیږی
اوس  د  ښه  او  د  بدو  په  توپیر  ټول خلک  پوهیږی
که  وی  نن   یا   که  سبا  هر جاسوس   پیژندل  کیږی
ما   له  وخته   پیژندلی   څو   دری   اړخه   جاسوسان
هیڅوخت پټ نه پاتی کیږی (مل) په ګوته ښوول کیږی
                             پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)
                                     جرمنی دسیپتمبر میاشت دوزره اتم

پوهندوې داکتر سيد احسام مل

 


ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته