زه حیران یم پښتنو ته چی له خوبه نه ویښیږی که په کوز دی که په بر دی دښمنی نه نه مړیږی نور قومونه په نړی کی یو د بل ځنی جاریږی پښتانه خپل مینځو کی له جګړو نه ستړی کیږی د پردیو په لمسون یو او بل ته کوهی باسی له ډیر قهر او له غضبه جوش اوبه یی نه سړیږی څوک عربوته خدمت کړی په تسبو اواوږده ږیرو بل چوپړ دپنجابی شی هیڅ له خلکو نه شرمیږی خپل تاریخ یی هیر کړی د پردیو نوکری کړی د لاهور د حاکمانو له خبرو نه تیریږی په نفاق اوځانځانی کی خپل وطن یی کنډوالی کړل اسلام آباد یی زرغون کړل پروطن خپل نه ژړیږی تو لعنت په دی شملو شه چی پخپل سر نیغه کړی چی د خپل خلک په کړاوزړه یی هیڅ نه رحمیږی پښتنو له خوبه ویښ شی د خوشحال توره را واخلی ستا دورود کنډی اوښکی هیڅ له سترګونه وچیږی یو ځل بیا د تاریخ پاڼی په همت سره رنګین کړی د میرویس وطن آزاد کړی بندګی می نه خوښیږی له اټکه دښمن تیر کړی اولسونه ټول چمتو دی پښتنو چی وخت تیر نشی د سیلاب مخ نه بندیږی واک دخپل وطن په لاس کړی اولسونه زرآزادکړی دا وطن ستاسو خپل دی په غربیانو نه جوړیږی له پیغوره ځان اوباسیی شمله نیغه کړی له سره د اصیل د پښتون سر پنجابیان ته نه ټیټیږی په جګړه د ننګرهار کی پنجابیانو ته معلوم شو چی د ستر نجیب میړانه له تاریخه نه هیریږی ږیره ورو، پکول پوشو د ضیا* نواز** مخبرو فیصله د پښتنو دی ، دی وطن کی نه اوسیږی هغه وخت اوس رسیدلی چی دښمن او دوست بربنډ شی رنګ مو ورک کړی له وطنه دهیچا اوس نه خوښیږی کارنامی مو ټول څرګند شو رشوتخورو قاچاقبرو تور مخونه په صابون سره هیڅکله نه سپینیږی دا وطن د پښتنو دی ستاسو ځای لاهور پنجاب دی لمر هیڅکله د لاسونو په دوه ګوتو نه پټیږی کابل تاسی په راکټوله یوسره ټول مو وران کړل کنډوالی یی شاهدان دی هیڅ څوک ( مل ) نه منکریږی پوهندوی دوکتور سید حسام (مل) جرمنی ۲۱-۶-۲۰۰۸