سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
 
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

تیریادونه

نسیم یی   د    پیکي  تیر  یادونه   را   تازه کا
هوس یی  راته  بیا  د  سرو شونډو د بوسه کا
له   میوو  اوم   پرهیز  نه   تلمه   میکدی   ته
توبه یی را نه ما ت کړ می ناب می په پیاله کا
په   ټوقو   ټوقو   لاړه  مروره  شوه  له  ما نه
له   سره  بیا   هغی  ځما  ځای  په  میخانه  کا
خیالات  می  بوږنیدل  په  ځنګل د یار  د زلفو
ځیر  وکتله  ما ته   منګری  زلفی  ښکاره  کا
د  خیال  له  ټاله   پریوتم   لمده  اوم  په  خولو
وفا  راسره    ونکړه  خپل   مینی  بیګانه   کا
بریا  می  نصیب  نشو  په  مینه  کی شم  پاتی
مخ  واړول  له  (مله)  زلفی  بل چاته شانه کا
پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)
جرمنی ۲۹-۴-۲۰۰۸

وصال

د  وصال  لاره  وی  ډک  له  تیز اغزنو
عشق  آسان   نه  وی  د  ښکلو   ګل بدنو
دبیلتون په سروسکروټو کی زړه سوځی
اوښکی   تل   په   مخ   بهیږی   د  میینو
پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)
جرمنی   ۱-۵-۲۰۰۸

 

 

پوهندوې داکتر سيد احسام مل

 


ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته