موریی ستا لاسونه د ښکلولو دی ستا خبری موریی د منلو دی * نن دی څه پخ کړی مورجانی وږی یم ډوډی ، اوبو راکه چی وږی تږی یم ستا هره پخلی په مزی د خوړلو دی ستا خبری موریی د منلو دی * موریی له تا جارشم ډیر پرما ګرانه یی یم تا نازولی ډیر مهروبانه یی ستا هر نصیحت د قبلولو دی ستا خبری موریی د منلو دی * ستا تر پښو پروت مور جنتونه دی ستا د خندا بڼ کی سره ګلونه دی ستا د پښو خاوری د رانجه کولو دی ستا خبری موریی د منلو دی * موریی په ژړا دی خنده ولم تل موریی هر هر وخت دی نازولم تل ستا پاکه لمن د سجدی کولو دی ستا خبری موری د منلو دی *
تاته مبارک موریی د مور ورځی وی شپه دی برات موریی اختر دی ورځی وی ستا مهربانی موریی تل د یادولو دی ستا خبری موریی د منلو دی *** پوهندوی دوکتور سید حسام (مل) جرمنی ۲۸-۴-۲۰۰۸
پوهندوې داکتر سيد احسام مل
ددې پاڼې ټولې ليكنې دليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي ،ددي پاڼې ملګرتيا ورسره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي