سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
 
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

ګل هر خواته غوړیدلی

څه   فضا   عاشقانه  دی  ګل  هر خواته  غوړیدلی
پسرلی  موسم  راغلی   پیغلو   ګل  په  سر  ټومبلی
                             *
لوڅ مړوند د ښکلی پیغلو هره خوا په سترګو کیږی
څو ک  ځان   نشی  ټینګولی   پر هییزونه  ماتیږی
طلایی  موجی  زلفی چپ او راست په مخ  ولویدلی
پسر لی  موسم   راغلی  پیغلو  ګل  په  سر  ټومبلی
                            *
مفت  خبری  د  ناصح   دلته  هیڅوخت   نه چلیږی
دلته  اور د  مینی  بل  دی  ساړه  زړونه  ګر میږی
هر   بینا   سترګی  دلته   ناغه دار  سترګی   لیدلی
پسرلی  موسم   راغلی  پیغلو  ګل   په  سر  ټومبلی
                           *
د   سینی   جفتی   هیلی    رمنده    یاغی    ښکاری
له  خپل  ځالی نه  وتلی  بی  پردی هر  خوا  څاری
له  زاهد  هم  لار  ورک  کیږی که یو ځلی وی کتلی
پسرلی   موسم   راغلی   پیغلو   ګل  په  سر  ټومبلی
                          *
دا ځمونږ پسرلی نه دی ( مل ) ته څه مونږ ته واییی
پیمانی  دی  ډیر   تش  کړی  د  یورپ  بهار  ستایی
افغانی    پیغلی   تل   په    حجاب   کی    اوسید یلی
پسرلی  موسم   راغلی   پیغلو  ګل   په   سر  ټومبلی
                        پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)

 

پوهندوې داکتر سيد احسام مل

 


ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته