سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
 
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

 په کجل کړی

زلفی دی  نن  څه  ښه ول  کړی
ماته  دی  بیا  یار څه  چل  کړی
یووارخو زړه  دی رانه   ویوړل
اور دی  پر ما  بیا څه  بل  کړی
سترګی دی هسی  ډیر ښایسته وه
تور  دی  بیا  هم  په   کجل کړی
په  قرار  نه می   پریږدی   یاره
زه دی  په  ناز  یم   بسمل   کړی
که   می    در   وسه    ورسیږی
د   ښکولولو    می   دل     کړی
تا   پسی  هسی  می    زړه   تللی
چی  زړه  می  تا  سره  مل کړی  
      پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)
           جرمنی ۳-۲-۲۰۰۸

 

 

پوهندوې داکتر سيد احسام مل

 


ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته