تیره تیغ پښتنو شملی له سره بیا کړی نیغ دغلیم اورمیږ کړی غوڅ په تیره تیغ ځانځانی نه سر د ننه زر شی تیر له هیڅ هڅی او له اند مکړی دریغ داکتر مل *** مه غولیږی دد ښمن په لمسون مه غولیږی نور افغانان مه ورانوی د افغان کور ملتونه ټول په سوله کوی ژوند تاسی هم عزت وساتی د خپل ورور داکتر مل *** پردیسی ما په خوب لیدلی نه وه پردیسی بی وطن شم ګرفتار په تنګدستی تیروم لا لهاند ژوند پردی وطن کی په نصیب می (مل ) و نشو آرامی داکتر مل *** چاودی پوندی لوڅی پیښی چاودی پوندی د خوارانو په نس وږی سر سر تورو ماشوما نو دهیچ چا په زړه کی رحم او کرم نشته واکداری دی په کابل دملا یانو داکتر مل *** جرمنی – ۱۱-۱-۲۰۰۸
تخنولی غریزه دمینی ځما له واک وتلی له ګوګله زړه می یار در پسی تللی روږده نه اومه په مینه د خوبانو ستا مسکا ځما احساس را تخنولی داکتر مل *** ول شوی په رګو می ستا د مینی اور بل شوی ستا ادا می خاطری سره مل شوی مینه ځما ښکاره نشی درته ټوکی ستا د زلفو تار په لاس کی می ول شوی داکتر مل *** مهر موره مهرموره دی پر ما هسی اثر کړی چی بی تا ځما ژوند يي ابتر کړی که دی ونه وینم زړه می ډیر تنګیږی چی دی ووینم پر ما لوی اخترکیږی داکتر مل *** لرزیږم چی دی سترګو ته دی ځیر شم را تخنیږم ستا دمینی اباسین کی را غور ځیږم ښکلی سترګی دی پر ما څه جادو کړی چی تا ووینم له حده ډیر لرزیږم داکتر مل *** اغزی چی دګل په لښته اغزی راشنه کیږی د بلبل په سینه وخت نا وخت چوخیږی د عاشفی په لار مزل نه دی آسان هر عاشق په دی ستونزه ښه پوهیږی داکتر مل *** رسوا ستا په مینه کی یم هسی رسوا شوی چی د ځوان او د زړو د خندا شوی زه خوشحال یم چی په عشق دی بدنام شم ځکه ځما ټول رقیبان په ژړا شوی داکتر مل *** ۸ ۱۲-۱-۲۰۰ پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)
پوهندوې داکتر سيد احسام مل
ددې پاڼې ټولې ليكنې دليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي ،ددي پاڼې ملګرتيا ورسره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي