سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
 
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

وړاند وینه

قتل  عام  دی  کړ  افغان ، افغان  دښمنه
کوم  آین  کی  دی   لیکلی ورور   وژنه
د   پردو  په  لمسون  ولی  افغان   وژنی
سر دی ښکته کړه ګریوان ته غټ لومپنه
په   اسلام کی ورور وژنه  لوی ګناه دی
ډیری   میندی   ټول   تا کړ   بی څښتنه
ستا جهاد خلک ته څه ورکړل وایه ما ته
ستا د لاسه ا فغانان آواره ټول بی مسکنه
کاڼی او بوټی د وطن په اور کی سوځی
لا  یخ  شوی  ستا  زړه  نه دی  اهریمنه
مسلمان  د  مسلمان   هوسایی    غواړی
لا ته تر اوسه یی لګیا په اغزن   کرهنه
اخرت کی  څه ځواب  څښتن  ته   وایی
چی دخلکو سر دی غوڅ کړ ټول له  تنه
په قرآن  کی  لیکیل  شوی  حب  الوطن
تا   نو   ولی   افغانان   کړ    بی  وطنه
د اسلام  کوم   خلیفه   ناست په ماڼی  وه
چی ته ناست یی په شیر پور کی مطمینه
د غلیم  په  لمسون  ولی  اور  دی  بل کړ
نشته   تا   سره    ځواب     ددی   پوښتنه
یوه  ورځ  به  له   قدرته   شی   را ښکته
( مل) کوی  ستا  د  ولویدو   وړاند ویینه
******
پوهندوی دوکتور سید حسام ( مل)
جنوری دوه زره اوه جرمنی

 

پوهندوې داکتر سيد احسام مل

 


ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته