سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
 
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

ډیر ترخه وی


ژوند بی مینه هسی خوشی بی مزه وی
په  ظاهر  اوپه  باطن  کی ډیر ترخه وی
چی  دهر  کار  سره  مینه  د چا  نه وی
هغه  هسی  بی  هدف  او  پژمرده  وی

*********************************************
غلامی دی
د  پردو  پر  مټ   تکیه    غټ   نا پوهی  دی
د  گونگوټی   په څیر   بی ثمر  خواری  دی
چی خپل کور پخپلو مټوڅوک  جوړ نکړی
که   پردی  ورته  کور جوړکړی غلامی دی
*******************************************************
پاچاهی دی
بی منت  ژوند  هسی  لویه پاچاهی دی
که  وی  وږی  یا  ماړه ستر  ښادی دی
چی خپل کور کی  واک  یی دبل چا وی
له هغه ژوند نه بهتر مرگ څو ځلی دی
************************************************
انار نه دی غلا کړی
ما   دیار   د   سینی   بڼ  نه  انار  نه دی غلا کړی
د    انارو    تماشا   می  له  ډیر  لری  ځنی   کړی
د  انارو   پر سر   تور  زلال  ماران   وه  په  کمین
ځکه لاس می له ډیر ډاره هیڅ انار ته نه دی وړی

*****************************************************

 

پوهندوې داکتر سيد احسام مل

 


ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته