سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
 
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

            خبرتیا


        ای   وزیرو   افریدیو   پښتنو
           شمله ورو   ننگیالیو   میړنو
                             *
ستا سو سیمی ته   پردیان راغلی دی
له لندن او له عربه غلیمان راغلی دی
غواړی بیا په منطقه کی کړی اور ، بل
د  انتقام    د   اخیسیتو    لری    ټکل
غواړی تا سی کړی اخته په ځانځانی
درنه سلب کړی  په  چلونه  خپلواکی
پنجابیانو   ته    ورکړی    سوغاتونه
هم ښودلی دی  هغو   ته  ډیر   چلونه
سره یو شیی  په  چلو یی  مه غولیږی
ځان کړی ویښ غلامی  نه   وویریږی
زر  خبر  کړی  د  وطن   ټول    پر گنو
دخوشحال اود میرویس زړه ور بچو
                            *
      ای   وزیرو   افریدیو   پښتنو
        شمله  ورو  ننگیا لیو   میړنو
                           *
دا  وطن  تل  په   تا سو   ښه    ښکاریږی
لر   او   بر   پښتنو   په   تا سو    نازیږی
د آزادی    غلیم   مه   پریږدی    په   وطن
سمسور   وساتی   د خپل    پلار  گلشن
مه   پریږدی  خپل    بچو   ته     پیغورونه
غلیم  وبا سی  د  خپل  وطن   له    غرونه
ځانځانی او دوه رنگی نه لاس په سر شی
د   هیواد   د   آزادی    دلار    ا فسر    شی
له   خپل   لاری   ځنی   لری   دا خنډ  کړی
د  غلیم  ټول  د سیسی  له  بیخه  شنډ کړی
د  وطن   له  هری  تیگی  سر  مو جار کړی
د هیواد  خپل  غلیمان  ټول  تار په تار کړی
سنگرونه   مو  کړی   ټینگ   پخپل   بر جو
د   غلیم     سرونه     پریکړی    په    بر چو

                                 *
          ای وزیرو افریدیو پښتنو
           شمله ورو ننگیالیو میړنو
                                *
عربی   ملا ،   طالب    ټول    عربان    دی

له   ا سلامه     اغوښتی     وهابیان    دی
د  پنجاب   دحاکمان    سره   یو لاس  دی
د   انگریز    آوامر    ورته     د   پاس  دی
په   خبرو  مه  غولیږی  سر کړی خلاص
دوستی نه لری دوی چا سره په اخلاص
پښتانه   د  لر   او  بر  مو    عزیزان   دی
شینواری   ، مهمند  که  ټولو  ساپیان دی
د  احمد  اود  میرویس  اصیل بچیان دی
د  خټکو    توریالی    واړه   مسیان   دی
د  خوشحال   توره  زر واخلی په لاسو
در   واری   شم  د  )مل(   گرانو پښتنو

                             *
          ای وزیرو افریدیو پښتنو
          شمله ورو ننگیالیو میړنو
                      ****
پوهندوی دوکتور سیدحسام )مل
(
 اگست کال دوه زره اوه )جرمنی
(

پوهندوې داکتر سيد احسام مل


ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته