سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
 
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

ملنډی

 

زه حیران یم   دوطن گوند     پیروان ته
چی سر نه ښکته کوی څیری گریوان ته
په  گرداب    د نیستی کی         ولویدلی

ټیټوی سر،     تیر وتلی       رهبران ته
دهغو   دناځوانی نه     عبرت نه اخلی
نه شرمیږی لاس اوږد کړی ستمیان ته
دخپل گوند    دشهیدانو  نوم هیر کړی
گل په لاس ځی د ا شرارو قبرستان ته
دخپل لاری   دملگرو   سره     نه ځی
زنده باد    ناری وهی  ټول  جبهیان ته
د پښتون او دافغان په نوم    شرمیږی
غواړی گډی وکړی ټول زر خرا سان ته
کار گران   او   دهقانان یی    هیر کړی
سلامونه  ورکوی      اوس  جهادیان ته

په خپل  تیرو     غلطیو  سر لوړی کړی
چی دگوند   لیږل   رمزونه   نظاریان ته
زه نو څنگه دی حزبیانو سره لاړ شم
چی )مل(  وسپاری     د لاری غلیمان ته
********************
پوهندوی دوکتور سید حسام )مل (
جرمنی ، جون دوه زره اوه

 

 

پوهندوې داکتر سيد احسام مل

 


ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته