سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
 
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

 

لنډ پیژندنه

زه پوهندوی دوکتور سید حسام )مل( په)

1322( هجری شمسی کال دلغمان دولایت
دکله کوټ په کلی کی زیږیدلی ، په) 1337(

هجری شمسی کال دلغمان   دمندراوړ  له
ابتدایی ښونځی څخه فارغ اوپه کال )1342(

هجری شمسی کی دلغمان له روښان
لیسی څخه فارغ اوبیا په )1348( هجری

شمسی کال کی دننگرهار دپوهنتون دطب
له پوهنځی څخه فارغ اوله فارغیدو څخه وروسته
تر)1371(هجری شمسی کال پوری دننگرهار

دطب
په پوهنځی اودکابل دطب په پوهنځی کی

دکوچینیانو
دناروغیو په دیپارتمنټو کی دا سستانت ،

مدرس ،او
ددیپارتمنټ دشف په صفت می دندی سرته

رسولی
اوتخصصی تحصیلات می دانگلستان

دلیورپول په یونیورسټی کی په تروپیکل

یا حاروی
ناروغیو کی سرته رسولی دی ، علاوتاً په همدی

موده کی سربیره په استادی  چی هم د
ننگرهار دطب اودکابل دطب شاگردانو ته می

درس و رکړی ، دروغتیا په وزارت کی دمور او
دماشوم دساتنی دریس ، معین ، دباندنیو

اړیکو دریس په حیث می هم دندی تر سره کړی ،
اوهم دلغمان په ولایت کی تقریباً له یو کال نه

زیات والی اوم، اوله 1993 عیسوی کال راپه دی
خوادخپل میرمن اوکوچینیانو سره په جرمنی

کی دمهاجرت اومسافری شپی اوورځی یو
بل پسی تیروم ، مخکی می کله شعر نه وه

ویلی ، یواځی دلته په مسافری کی کله کله

شعر
وایم ، یعنی شاعر نه یم یواځی دخپل زړه بړاس

په اصطلاح سره باسم ،خصوصاً کله چی
وطن می په یاد را شی    . په درناوی )داکتر مل (

د شعر بیلګې


لالهاند درپسی  وینم
زلفی  دی  یار  نن په مخ خوری  وینم
مخ دی را  نه پټ ژوند بی  مزی وینم
شاته    دی   زلفان     یارجانه   واړوه
پریږده چی د  سترګو دی  نیشی  وینم
لری   که سالو  دی  له    ګوګل   یاره
غواړم  چی  د مینی  خوږ  مڼی  وینم
ګوره  چی  خپه    نشی  له   مانه   یار
د خولی خبری  نن   خپل  کږی   وینم
هرڅومره چی مینه می   اورینه   شی
دستا په تغا فل  کی ژوند   ترخی وینم
راځه چی روغه جوړه کړو یو بل سره
زړه  خو یار  د( مل)  در  پسی   وینم
پوهندوی دوکتور سیدحسام(مل)
جرمنی ۲۰-۴-۲۰۰۸


پوهندوې داکتر سيد احسام مل
 

چشمان مخمور

چشمان مخمور

افغانان غلول کیږی

ځنګلی قانوندانان

په غټ ډبرو

دل آرام ندارم

مهروطن

کله سروی

افغان نه دی

تیره تیغ

کابلى پېغله

فيصله


ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته