سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

 

 

 

 

 

 

 

رقيبه


ستا دی لاسه نن رقيبه څومره بد نامه ګرځم
نمی هويت نمی عزت هسي بي شانه ګرځم
چيري چي ځم نيم کرار غليم پيغور راکوي
نن يم لار ورک او سګردان هسي هيرانه ګرځم
زما جانان څومره ساده دی له رقيپ سره مل
په دی نړی کی شوم تنها ډک له ارمانه ګرځم
وردګه مل شه په دی لاره نن تنها ،تنها يم
څومره نن لری د خپل ګران پښتونستانه ګرځم

انتحار او انفجار



زه  د توري د قلم  سره اشنا يم
شاهين يم هسکوغروسره اشنا يم
نن چي څه کړی انجام ته يه ځيرشه
د ډ ګر د سرو لمبو سره اشنا يم
انتحار او انفجار يو جهالت دي
پاک قران له اياتو سره اشنا يم
د ځانمرګو مخه و نیسه غلیمه
د مرميوله شپيلو سره اشنا يم
که يه نه منی و پوښته انګريز نه
زمری يم لويو درو سره اشنا يم
د وردګ له دې بیتونو عبرت واخله
افغا نان يو له ځوابو سره  اشنا يم

#######

 

 

بسم الله وردګ

 

 

 

ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته