|
پښتون حیران په دې جهان کې دی نـن
په تــوره شپــــه په بیـابـان کې دی نـن
دغه دنیا کــې ترې مـکان ورک شـوی
ستړی ستومان په دې زمان کې دی نن
د ژوند ناخــوالـو پرې نخره ده کـــړې
دهری خـواه نه په تــــاوان کې دی نن
هغه پښتـون چـې تـرې جهان ویــریده
دهغی دښمـــن په بدخشـان کې دی نن
وردګـــــــه وکړه د بري دعــــــاوې
ستا هر ورور په امتحان کې دی نن
.
زه ملنګ شـوم، زه فقیرشــــــــوم
ته نامتو شوې شـهزاده شـــــــوې
زه لار ورکی سرګردان شــــــوم
په خندا شوې ننــــداره شــــوې
زه مظلوم شوم، آواره شـــــــــوم
ته مې مرګ ته آماده شـــــــــوې
کتـــــــابتون د خیال تــه راغلې
یو تاریخ یوه خاطـــره شــــوې
تا مې واک را څخــه واخیست
ته ځیــــــګر ته کومانده شوې
زه بسمـل شوم زه وردګ شوم
ته سپین سترګې پيمــانه شوې

|