سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

غزل

په سرو شونډو دې بازارد شكر مات كړ
تورو  زلفو  دې  ناموس  د عنبر مات كړ
 

چې  د صبـــــــر  په  اهـــــن  مې  و  تړلــــى
تا د زلفــو  په  حلقـــه  هغه  ور  مات  كړ
 

چې يې ستـــا د خط وقد ننـــــداره  وكړه
صورتگرو مې پركارو  مسطــر  مات كړ
 

سحرگــــرو اوس  د سحر دكان  ونغښـت
دواړو  سترگو دې د سحر  هنـــر  مات كړ
 

په دا دوه سواره د مخ،يانې ستا سترگې
تا مې درست د پارساييه  لښكر مات كړ
 

په  هوس  هوس راځې شملې پرې ا يښې
گوره ! بيا دې د چا نوى سنگــــر مات  كړ
 

چې ارزو لرم په زړه كې ستا د  وروځــــــــو
دې ارزو مې په  ځيگر كې خنجر مات كړ
 

تا وې نور به قول مات نه كړم سوگند دى
په سوگند سوگند دې لا څه بهتر مات كړ
 

په بارخو دې مار حلقه شو كه صهبا  مې
ستا د  تورو  زلفو خولې وته  سر مات كړ
 

ماتوه  د خوشحــــــــال  زړه  بيا به   ووايې
چې  مې  څه لره  دا هســـې گوهر مات كړ

 

 

 

بلقیس مل

 


ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته