سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

دا زما د وطن ګټي اوس چيري دي؟

زما وطن،
 زما د پيدايښت ځاله،
 زما د سرلوړو،
شمله ورو او باغيرته پلرو او نيکونو  ټاټوبۍ
 نن د لانجو او دخپل هويت دساتلو دخطرې سره مخ دی .
 زما وطن په سپينه ورځ زمانه اخيستل کيږي ،
 پردي راته مېشته کيږي
 او پر سر باندي ئې ډالري سوداوي کيږي
 خو  زه  لا ددې خاوري د بچي په توګه ا ورته ګورم،
  د سرنوشت په هکله ئې اختيار نلرم .
 زما وطن  نن په کنډواله واوښت،
 ددې په خاطر چې هغه به زما سي،
 ما شهيدان ورکړل،
 او هغه هم دوه مليونه!
 په دې اميد چې هغه به راته خپلواک سي،
  او د خپلواکۍ د سر ښندويه په حيث به مې د غيرت جوغه پر سر ودريږي .
 خو نن څه وسول؟
 نن زما دپلرو اونيکه ګانو شړل سوي انګريزان په هر نامه چې وي،
ماته دلته راته مېشته سول .
 نن زه  ددې وطن د وارث او بچي په حيث د خپل وطن د ښېګڼو  اختيار نلرم،
 پښتون يم
 افغان يم
پر وطن مې بمباری کيږي ،
هست و نيست مې ورانيږي ،
د ژوند شيره مې تبه کيږي
خو ماته پخپل وطن کې د پردو لاسپوڅي بيا
 ماته فاشيسټ وايې ،
 پر ما د القاعدې او ټروريسټ نوم ايږدي
او  موډرنه وسلې را باندي آزمويل کيږي ،
د شمال پلورل سوي دوستميان او نظاريان مې بې فرهنګه افغان بولي
 او هغه بل  دايران  ګوډاګۍ مې دراتلونکې دډاره
نه پرېږدي پر خپل ولس تکيه وکړم
 وطن مې خپل کړم  .
روس دانګرېز ،
 امريکې او ناټو زما پر سر سازشونه کوي ،
خپل کارونه کوي .

ای باتورو !
افغانانو،
پښتنو تاجکو هزاره ګانو،
ای ددې خاوري بچيانو
 موږ ته،
 افغانانو ته
 زموږ دوطن ګټي څه شوې ؟
 تاسو وواياست چې داګټی به بيا موږته څوک را ګټي او څوک به ئې را ساتي ؟
دا زما د بابا په وطن،
دا ستا د دادا په وطن،
دا
 زما دخاړ پوړو په جونګړي
اوس څه کوي ؟
 ای ددې خاوري بچيانو،
 ځوانانو،
 لويانو،
 پوهانو ښځو او نارينه وو!
دا ددې وطن،
 زموږ د پلروشړل سوي دښمنان
 زموږ په وطن کې په ما او په تا او په ټولو څه کوي ؟
موږ ولي خولې پټي نيولي دي؟
دا موږ ولي  خپل ږغ نه را پورته کوو ؟
دا  ټوله  په هر نامه چې وي،
او هغه چې د خپل وطندار پر ضد ئې را پاروي
 نو ددې پای به څه کيږي ؟
و دې وطن ته ئې څه خوبونه ليدلي دي،
 چې هغه بيا ددوستم په بدنامه ډلي پر موږ پلي کوي ؟
تاسو وواياست او دا خبره سپينه کړی چې زما دوطن،
 ستا دوطن
او زموږ دوطن ګټي اوس چيري پرتې دي ؟
ددې وطن کښتی څوک چيري بيايې !!
په موږ به څه کيږي ؟
اودا
زما دوطن ګټي اوس چيري پرتې دي ؟

په درناوي
اجمل نور
۲۹/۹/۲۰۰۷

 

اجمل نور


ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته