پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی
يرغمل دي
ملتــــونـــه اولسونــــــه يرغمل دي غرونه ټول دښتونــــــــه يرغمل دي غلامان يو پيدا شوي غلامي کړو ځانــــونه ټول نومونــــــه يرغمل دي خولـې مـــــو بندي څه ويلای نـه شو زوړونــــــه ټـول فکرونه يرغمل دي اميددونه مي ټول خاوروته سپارم کورونــــه ټـــول ښارونـــه يرغمل دي په دې تياروکې ډېوه بــله نـــه شوه پــــوهــــنــه مکتبونـــه يــــرغمل دي ورانـــوکــــوڅـــوکې لاره ورکه شوله څراغ او ټول برقـــونـــــه يـرغمل دي ړنــدې ستــــرګې څــه ليدلاي نـه شي اخبارونـــه کتابــــونـــه يـــرغمـــل دي سپني دريــــا جـــــامې پـــه تــــن کړي جوماتونــــه محــــرابـونـه يرغمل دي اسلام يې ټينګ په ږيـــــروکې تــړلی مــذهبونــــه ټول دينونه يـــر غمل دي کلي کـــــوڅـــــې په وينــــوولمبـېدې ګودرونــــه سره شالونـــــه يـرغمل دي بـــاغ کې بلبـــــلان پـــه ژړا وژړېـدل ګلشن کــې ټـــول ګلونـه يــرغمل دي دقـــارون دزرو شرنــــګ شـــودلتـــه ډالرونــه ټـول بانکونــــه يــرغمــل دي ټکټونه دکنسرت شـــووپـــه ډالــــرو هنـــرونــــه کنسرتــــونــه يــرغمل دي عجيبـــه معــــامېلـه ده پـــه وطــن کې ديپلومونه ټول پوستونه يرغمل دي موږه ژوندي هيلي مــومړاوې شولې ميونـــدونـــــه غيرتــونــه يرغمل دي دميود خومونومستي مستي کيسې شرابونه ټول جامونــــــــه يرغمل دي اوښکو ګرېـــــــوانـــو تــــه هجرت وکړ پــه سلګوکې سلامــونــه يـرغمل دي سويدن ـ مالمو۲۰۰۷ ـ ۱۳۸۶
عبدالسلام اندړ