پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی
ستړي ستړي
اندېښنې مي په مغزوکې ستړي ستړي فر يښتې مي په اوږوکې ستړي ستړي دژونددهيلومې ګلونــه مړاوي مړاوي بوراګاني لاش بـاغوکې ستړي ستړي دړندوسترګوتـړمي تــــړمي اوښکي انتظاردي پــه لېمــوکې ستړي ستړي ګودرهم چينې مو هديـرې شوې ټولي جنکۍدي هــديــروکې ستـړي ستـــړي بياڅپوداوښکو مي ګرېوان لاهوکړ شوې سولګۍ مې په سينوکې ستړې ستړې دادحق غوښتنه مي ګناه شــوه لــويـــه هم دعوې دي محکموکې ستړي ستړي که راويښ نه شو پښتون له درانه خوبه قام هم ژبه ورکېدوکې ستړي ستړي ګوره نـــوري ژبې آسمانوتـــــه خــــېژي ژبه زموږ پښتو پاړسوکې ستړي ستړي پــــه چـــــوکيــــو مقامــــونـــوبـــــزکشي ده هم جرګې دي امتيا زوکې ستړي ستړي ورانــــي جـــوړېـــدو تـه انتظاردي ولي خو پيسې دي په بانکوکي ستړي ستړي ډک جــام دساقي هم يې خمونه مات کړل رياکاري ده په سجدوکې ستړي ستړي دمــيني جــام مــي له سلامــه سره ورکړه سترګې زما په ژړېدوکې ستړي ستړي ۲۴-۰۶-۰۶ ستا کهولم
عبدالسلام اندړ