سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

 

 

 

 

 

 

ګرېوان ورڅيري کړ

داچې پـښتون دپښتنې ګـرېوان ورڅيــري کړ
ځـکـه شـهـيـد د اديـرې ګـريـوان ورڅـيــري کړ
څـوک يې سـر ونـه وهي،نور يې ويني څـښـي
ځکـه زوی دخـپـلي ادې ګـريـوان ورڅيـري کړ
دلـمـرزريـنـي وړانـګي،پـه ګـوتـو دوو پـټــوي
محراب کې مـلادمصلې ګــرېـوان ور څـيره کړ
شپه خـوهسي تـوره شپه  وه، وېـرونـکې هـلـتـه
ولي سپوږمۍدتورې شپې ګريوان ورڅيري کړ؟
ګـونـګـوغمـونـــومـې دزړه آيًــنـه  را مـا تــه کـړه
نــو اســويـلو مې دګيلې ګـريوان  ورڅيـري کړ
دا چـې اظــهـار دخـپـلـي ميني مې دعـوا وکړه
ځـکـه قاضي دمحکمې ګريــوان ورڅــيـري کړ
ګرېـوانـونـه رانـه اوښکې په رشوت کې اخــلي
ځکـه بــلـرنګ دميخـانې ګرېـوان ورڅيري کړ

2008-07-15

 

 

 

عبدالسلام اندړ

 

 

ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته