پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی
خرڅوي
څـو ځـلـه يې خـرڅ کـړ نن يي بيا خـرڅـوي څوک يــې په ګــډه، نوريــې جــلا خــرڅوي سپـيـنـه روپۍ وه پــه تـــوراوربـل ځــلــېــده ارزښت يـې ډېر وو،اوس يې وړيـا خرڅـوي دغـاړي هــاريـې خدايه! شکېـدلــي ګـــورم نـن دا نـــه دا نــه يــې پـــه دونــيــا خــرڅــوي ماويل خـوب وينم،خدايه!رښتيايې مه کړې نــن چــوردی،وطــن مــې پــه رڼــا خــرڅـــوي هــرڅـه يـې کـباړ پـه کارخــاڼـوکې خـرڅ کړل ويــاړ مــي دوطـــن پــه امــريـکا خــــرڅـــوي سترګوکې اوښکه،زړه کي غوصه پيداشوه بــلــرنــګــه! ولــي تــاج داسـيــاخــرڅـــوي ؟ 2007-10-26 Malmö
عبدالسلام اندړ