پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی
دسرشمېرنې دسيسه
دسيسې مي په وطن کې ډېري ډېري وې ليږي ليږي لاندي،ډېري یې برسيري وې يوه يوه بر بنډېږي،پرې قومونه تباکېږي نـن چې سرشمېرنه،په وطن کې زماکېږي ژبـــې غــوڅـې، خـولــو تــه ځــولـنـې اچــوي وېـش دی دډالـرو،کـورتـه مي لمې اچـوي وطــن مـې ، دالـحـادپـه اورکـــې وسـوځېد هــم چـور شو،دجـهـادپـه اورکـې وسـوځېـد يــوڅــوعــرب بــنــد يـان، دلـتـه ايمان ګټـي پــه ويــنــو د آفــغــان، د لــتــه قــرآن ګـټــي مـوږ تــه نــورې نــورې،بــانـې مـه جــوړوﺉ ګـورﺉ نــورې نــورې،کانـې مــه جـــوړوﺉ ځـيـنـي مـلايــان دي، دشـيـطــان نــوکــران بيـَاپـه پيـسـواخـلـي، انـګـرېـــزان نـوکـران زمـوږ د ســــټـې،خـــيــال لـه ســره وبـــاســی هم دورکـــې دا،ايــډيـال لـه ســره وبـاســی کــنــه داسرې ويني،بياطغيان بـه وکـړي پـام کـوه پـاڅـون،بيا دوزخيان بـه وکــړي دشهـيـدشهـيـدي وينـي، بــيــاجــوشـېـږي ســتـا کــکـرۍ ،خــــامـخــــاپـکې پـخـېــږي وطــن مې خـــداي له تيـږو،غــرو ډک کړی هــم دخـټــو خــــاورو لــه کـــوروجوړ کـړی زه يــوه تــيــږه غــــواړم ،خــپل سر ماتوم هم ستا کُــفـوچــوف، هــم دي هـنر ماتوم ســــلام وايــي پــرتــــا، د انسان قـــاتــلــــه لــعـنــت دخــــدای، ای دافــغـان قــاتــلـــه ۲۰۰۸/۵/۲۰ مالمو
عبدالسلام اندړ