سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

 

 

 

 

 

 

اې خــــلــــکــــو!

رهــبــــران  خـپـلـــه پــلاوونــه وهــــی
پـــه مــوږ غـريبـويې واښـــه وخــوړ ل
دخلکوغوښي يې په اور کباب کړې
ګـــرم ګـــرم،هـــم يـې ســاړه وخـــوړل
له دې  رهبر نه ،زهـري مـارجـوړشوی
پېغلي زلـمي،هــم يـې واړه وخــوړل
 ويـنـه  پـه زړوکــې درېـــدلې ښکاري
غـشـي سيـنـوکې مـوکــاږه  وخــوړل
خــوني سترګـو،دې کـرغېـړنـو مخــو
ډېــرګـــلا لي يــې  پـه کــاتـه وخــوړل
زمـوږ پـه کـورونـویـې لېوان راوستل
دوی بـنــډلــونــه شنـه درانـه وخــوړل
دځـمکې ســـريـې پـه دوذخ  بــدل کــړ
خنجرونه په سينه کې موزاړه وخوړل
د ا رهــبــر ا ن مـــو د ســرو جـــلا دا ن
ډېر په رڼا، ليږ يې په تيا ره وخوړل
وږي نــســونــه  سوي چـيغـي وهــي
خـوار، اتامونـه ښـه وراسته وخوړل
خــوداوښکې دسلام بـه توفـاني وي
 پـه ســر بـمـونـه يـې ړانــده وخـوړل

۸/۲/۱۳۸۷
مالمو – سويدن
 

 

 

عبدالسلام اندړ

 

 

ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته