سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

 

 

 

 

 

 

دارزاقورياست ته

تــا تـــــه وايــــم د ا رزاقــو  ر يــاســتــه
لاس پـــه سر دچپړ اسيا نو له خــدمته
معلمان درپسي ژاړي
****
له لوږي مامورين دي وچي خولې ګرزي
لـه غـمـه دکـوپـون ددورځـي شپـې ګـرزي
لـه بخته پـه ګيلـه دي سترګي سرې ګـــرزي
پــه افــسوس دي يــادومــه لــه محــبـــتــه
تــا تــه و ا يــم  د ا ر زا قــو  مـــديـــريــتــه
معلمان درپسي ژاړي
****
د و ږ ي مــاشــوم  ولــي ژ  ړ ا نه ا و رې
هـــم  ديـــخ  وهــلــو انــګو لا نـــه  او رې
په کلـي، ښا ر هــم پــه بـیـديـا نـه اورې
بــې خــبــر د مــــز د و ر انــــو لـه حــالته
تــــا تــــه  وايــــم د ا ر ز ا قـــو  ريــاسته
معلمان درپسي ژاړي
****

هم  د وهــا بـــيـا نـومـلا يـــا ن  راغلي
ډېر سرفـر وشـا ن د پــا کستا ن  ر اغلي
عـربان دجــنـت  ټـېـکه  د ا ر ان  راغـلي
افـغان تښتي دوحشـيانــو لـه وحــشـته
تـــــــا تــــــه  وا يـــم د ارزا قــومـــد ريــته
مــعــلــمـــان درپسي ژاړي
****
هم دلــتــه دوښــمــنــان ســره وروري کوي
انــګــر ېــز  د لته چـلـو نـــه شيطـا نـي کـوي
روس لـــه امــريــکا ســـره يـــا ري کـــوي
دوي ولي  وېرېږي  نن لـــه  اخـــوا نــيــتــه؟
تـــــا تـــــه  وا يــــــم د ار زاقــــــو ريــــاســـته
مــعـــلــمـــان درپسي ژاړي
****
لاندي مځکه لوړ آسمان سره دوښمن شو
مسلـمــان له مسلــمـــان ســــره دوښمن شو
يـــوآفـــغـــان دبــل آفغان سره دوښمن شو
نن ايـرا ن پښـــتو زبان ســره دو ښــمن شو
پښتانـــه مــي ټــول تباه شوو لـــه غيرتـــه
تـــــاتــــه وايــــم دارزاقــــــومـــد يــريــتـــه
مـــعــلـــمـــان درپــسي ژاړي
****
نـن سنـيان اوشـعـيـه ګان ســر ه جنـګـېـږ ي
پـنــجشيريـــان اوازبـــکان ســـره جنګېږي
پښتـــانـــه اوطـــالــــبـــان ســـره جنــګېــږي
کـــه رښتياوايــم ټـــول محـــروم دي له جنته
تـــا تــــــه  وايــــــــم  د ا ر زاقـــو مـــديــريــتـــه
مـــعـــلـــمــــان درپــــسي ژاړي
****
موريې ګـوره خپلـه ګـــرانــه لــورخــرڅــوي
پلار يي هم دخپــلو ستـرګـونــورخـرڅـوي
کــومنـــدان پــودر لکه انــګــورخــرڅـــوي
دلته  خـلک مي تبـا ه  شـو ولــه  وحــشتـــه
تــــاتـــــه وايــــــم دا رزاقـــــو مــديــريـــتـــه
معلمان درپسي ژاړي
****
ســربــاز ان اوافسر ان دي فــقير ان شـول
استـادان اومــعلــمان د ي خر کاران شول
لوټــماران اوبــدماشان دي مارشالان شــول
پښتانــه  مــي ټــو ل تبا ه شو و لـــه غيرتـــه
تــــاتـــــه وايــــــم دا رزاقـــــو مــد يــريـــتـــه
معلمان درپسي ژاړي
****
بيــســواده جــاهــلان دي جنرالان شول
چيري ورک دي پيلوټان قهرمانان شـول
 چــپــړاســيان دريــسانــو ريـــسان شـــول
پښتــو ن  ګـــو ر ي متعـصـب ته لـه محبته
تــــاتـــــه وايــــــم دا رزاقـــــو مــد يــر يـــتـــه
معلمان درپسي ژاړي
****
له اوړو ډکه سيلودي نن ويجاړه وينم
دافسر لکـه ګـدا بـوجۍ پــه غـا ړه ويـنـم
دمامـو رينو دکو پـون مغـازه ورانـه ينم
جها د تــبـا ه شــود ر هبر لـــه بــــرکــتــه
تــــاتـــه وايـــم دا رزاقـــــو ريــاســـتـــه
معلمان درپسي ژاړي
****
اجــيــران اومعلمان ســــتاريــسان ژاړي
مـامــوران اوچپړاسيان ستامديران ژاړي
خــواره واره دي ټــول کــوپــونداران ژاړي
اوښکي په ګرېوان دخپل بـــده  قسمته
تــــاتـــــه وايــــــم دا رزاقـــــو مـــد يــريـــتـــه
معلمان درپسي ژاړي
****
مغاز و د ي تو ري  وازي خـــولې نيولي
هــم  ر هبر دغلـو دخلطو خــو لــې نيولي
غـلـو پــه جبر ز و ر دي مــغـــاز ې نــو لي
مامــورين چــي د ي نن  ژ ا ړ ي لـــه  ذ لتــه
تــــاتـــــه وايــــــم دا رزاقـــــو مـــد ير يـــتـــه
معلمان درپسي ژاړي
****
 

ولي مــامــو ر ين دي  نن  نسوار خرڅــوي؟
په کلي کورهم يې پــه بــا زا ر خـــــرڅـــوي
نــن پــه کابــــل سبايې پــه مـــزارخــرڅــوي
وشـــر مـــېــږ ه  د دوی لـــه بــد حـــا لــتـــه
تــــاتـــــه وايــــــم دا ر زاقـــــو ريـــــاســـتـــه
معلمان درپسي ژاړي
****
نن پـــه  وطــن کي  مــاشــو مــان خـرڅېږي
پــه څــو ډ ا لــر وبــانــدي ايمـان خـــرڅېږي
ټـو ل  مسلمانـــان هــم کافـــران خـرڅــېـږي
بربادشـــو ې د ږ  ېــر ور ولــه  قــــد ر تـــــه
تــــا تـــه  و ا يــــــم  د ا ر ز اقـــو  ر يــــا ستـــه
معلمان درپسي ژاړي
۱۵/۱۱/۱۳۸۶
عبدالسلام  ا ند ړ

 

 

عبدالسلام اندړ

 

 

ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته