سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

 

 

 

 

 

 

 

جنت طوفاني شوی

اوښکې ياغي شوي توفانونه ترې جوړېږي
شپې توري تيارې دي قيامتونه ترې جوړېږي
               اوښکې شولې وچې ويني ويني رابهېږي 
ښکلې مرغلري شوې هـارونه ترې جـوړېږي
په انتظارمي دوصلت سترګي ړندې شولې
مړه مي دغه هېله که ګلونـه تـرې جو ړ ېـږي
بياراته  دوښمن توره  تېره په لار ولاړدی                    
لاره کوڅه ورکه که مزلونه ترې جوړېږي              
که داړنکې شملې بيا له اوږو سرته راغلې                   
قصرچې دظلم دی غارونه ترې جوړېږي                
چې خلک وژنې انتحارکړې جنتونه غواړې
جنت توفاني شوی دوذخونه ترې جوړېږي
نوربمونه مه اوروۍ سرونه مه غوڅوۍ!
ويني شوې اورېځې بارانونه ترې جوړېږي
طالبانوجومات پرېښود نن جنګونه کوي                           
کلي که ښارونه دي ځنګلونه ترې جوړيږي                 
په مړه شهيده مځکه قدمونه پليدمه ږدۍ                
      لـــوټه لـــوټه خــاوره زيارتونه ترې جوړيږي                
بلرنګه پورته کړه لاسونه دالله دربارته                 
نورمرګونه بس کړې ناورينونه ترې جوړېږي                
 

 

 

عبدالسلام اندړ

 

 

ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته