سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
 
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

 

رفیع الله ستانکزی

غزل

تا چې مخ له مانه پټ ماته دې شاکړه
په زړګي دې راته بله لمبه بيا کړه
چې رقيب ته دې خبرو کې لاس ورکړ
په سيندونو دې لاهو ارزو زما کړه
زه خو تل دا ستا دمينې خريدار وم
خو تا تل له پاره لار مانه جدا کړه
ستا په در کې به تر هغه وخته ژاړم
تر هغې چې دې قبول زما رضا کړه
ما خو نه کړله جفا، جفا خو تا کړه
ستانګزيه تا خو مينه په رښتيا کړه
محمدآغه، لوګر

تندي دپاسه
لکه خورې زلفې تندي د پاسه
دومره غمونه مې زړګي د پاسه
څوک مو مرى باندې چاړه راکاږي
 
څوک مو خزان شول پسرلي د پاسه
راته هېڅ پام دهغه چا نه کيږي
چې يې نازونه وړم زړګي د پاسه
پورته له مينې مې يودا ګټه کړه
په لاره پښه نه ږدم مېږي دپاسه
څومره اداوې چې دښکلو وينې
 
دومره غمونه ستانګزي دپاسه
کابل نوی ښار

مورې
څومره خوږه يې مورې
ډېره درنه يې مورې
د زړه ټوټه يې مورې
واخ! پښتنه يې مورې

له ډېرې مينې وايم
خبرې سپينې وايم
د ژوند نغمه يې مورې
واخ! پښتنه يې مورې

مورې چې تاووينم
نړۍ زيبا ووينم
ښکلې شېبه يې مورې
واخ! پښتنه يې مورې

تياره تياره وي ژوندون
يم د رڼا په  لټون
بله  ډيوه يې مورې
واخ! پښتنه يې مورې

مورې دعا دې غواړم
ښکلې دنيا دې غواړم
ښکلې شيبه يې مورې
واخ! پښتنه يې مورې

مورې راياده شولې
زړه کې آباده شولې
هره لحظه يې مورې
واخ! پښتنه يې مورې

مورې قربان  دې شمه
ستا په ايمان دې شمه
د زړه قطره يې مورې
واخ! پښتنه يې مورې
رفيع الله ستانګزی د مور دنړيوالې ورځ په وياړ
سړی خوري

تورې سترګې دې ښامار دی سړی خــوري
سپين رخسار دې پريوار دی سړی خوري

تـــورې وروځې دې کــږې وږې پـه سـترګو
کـه منصور اوچت په دار دی سړی خـوري

ولــــولــــــې د مـــــحــــبــــت راســـــــره مـــــل دي
شــوخې ســـــترګـې دې موجونه په يـرغل دي

خـــولــه غـونچه ګـــــل د انار دی سړی خــوري

ســپـين رخسار دې پريوار دی سړی خــوري

چـې خـــبر شــــوم د خـپـل ځانه نه ناخبر شوم
چـې ستانګزيه پېښ پـه څه رنګه دلبر شوم

بــــــې وفـــــا کــــه وفـــــادار دی سړی خوري

ســپين رخسار دې پريوار دی سړی خوری

رفيع الله ستانګزی
د کابل دښوونې او روزنې پوهنتون

rafiullah.stanikzai@gmail.com

د ګرځنده لرغږي شمېره:   0700308908

 

 

رفیع الله ستانکزی

رفيع الله ستانګزى

دکابل دښوونې او روزنې پوهنتون

 


ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته