سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
 
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

 

رفیع الله ستانکزی

مورې

څومره خوږه يې مورې
ډېره درنه يې مورې
د زړه ټوټه يې مورې
واخ! پښتنه يې مورې

له ډېرې مينې وايم
خبرې سپينې وايم
د ژوند نغمه يې مورې
واخ! پښتنه يې مورې

 

مورې چې تاووينم
نړۍ زيبا ووينم
ښکلې شېبه يې مورې
واخ! پښتنه يې مورې

تياره تياره وي ژوندون
يم د رڼا په  لټون
بله  ډيوه يې مورې
واخ! پښتنه يې مورې

مورې دعا دې غواړم
ښکلې دنيا دې غواړم
ښکلې شيبه يې مورې
واخ! پښتنه يې مورې

مورې راياده شولې
زړه کې آباده شولې
هره لحظه يې مورې
واخ! پښتنه يې مورې

مورې قربان  دې شمه
ستا په ايمان دې شمه
د زړه قطره يې مورې
واخ! پښتنه يې مورې

 

 

رفیع الله ستانکزی

رفيع الله ستانګزى

دکابل دښوونې او روزنې پوهنتون

 


ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته