دومره مې پرېږده چې دا ځان مې په تا ځار کړم اې حبيبه
ځان چې ستي ستا په رخسار کړم ا ې حبيبه
ارمان مې دا په زړه کې چې دې ديدار ووينم
د رغېدلو نه يم تا پر کومه لار ووينم
دا تقاضا د الهي پروردګار کړم اې حبيبه
ځان چې ستي ستا په رخسار کړم اې حبيبه
شپې رڼوم د هجر په اميدو د وصال
سلګۍ وهم درپسې په ارمانو د وصال
چغې وهم دا ارمانونه وار په وار کړم اې حبيبه
ځان چې ستي ستا په رخسار کړم اې حبيبه
يوسه قاصده زما دغه پيغام د مينې
په پاک حبيب مې وايه درود او سلام د مينې
دا درته وايم، چې دا زړه څنګه قرار کړم اې حبيبه
ځان چې ستي ستا په رخسار کړم اې حبيبه
د خواږه غمه ډکې، ټولې قصې د جانان
هره لحظه مې زړه کې ښکلې قصې د جانان
چې دې راياده واقعه د حراء غارکړم اې حبيبه
ځان چې ستي ستا په رخسار کړم اې حبيبه
اسير په دام د زلفو د هاشمي جانان يم
ستانګزی غلام د زلفو د هاشمي جانان يم
ښکاره مين يم واقيعت چاته اظهار کړم اې حبيبه
ځان چې ستي ستا په رخسار کړم اې حبيبه
دومره مې پرېږده چې دا ځان مې په تا ځار کړم اې حبيبه
ځان چې ستي ستا په رخسار کړم اې حبيبه
کابل نوی ښار
دميلاد ورځ
|