سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
 
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

 

رفیع الله ستانکزی

ارزاني

دا مينه دا دنيا ده محض غمونه دي ارزانه
وفا په چا کې نسته قسمونه دي ارزانه

تلې اوښکې د مين څېرې ګرېوانه سره لاړې
وړيا وړيا توئيږي مشالونه دي ارزانه

اشنا زه په رښتيا درته خواږه کتلى نشم
په دغه زمانه کې تهمتونه دي ارزانه

په هره ميخانه کې د رندانو غوبل جوړ دى
بې ځايه وېشل کيږي شرابونه دي ارزانه

مجنون نه د خواږه ژوندون هستي په مخه شوې
په اور به لولپه شي سره اورونه دي ارزانه

 

د مينې په کتاب کې د وصل لغت نه شته
کليات واړه د هجر عنوانونه دي ارزانه

د چا په خوله کې نشته د وفا پاکې خبرې
په تنده او ترخه لهجه ځوابونه دي ارزانه

چې کله را په ياد شي د ستانګزي رښتيا خبرې
زما په اوږده چيغه فريادونه دي ارزانه

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون
رفيع الله ستانګزى

 

 

رفیع الله ستانکزی

رفيع الله ستانګزى

دکابل دښوونې او روزنې پوهنتون

 


ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته