
|
ملګرو زما له دې وينا سره به هوکړه کوﺉ!
زموږ په کلي کې به خلکو ويل:
دغه نړۍ د غوايي پر دوو ښکرو ولاړه!
که يو يې کوز کړي زلزله جوړيږي!
خو زه بيا دا وايمه!!
دغه نړۍ پر دوو نورو پرښتو آباده!!
هغوی!!!!!!!!
نړۍ ته مينه بښي
نړۍ ته ژوند وربښي
تاسو پوهېږﺉ چې دا څوک يادوم؟؟؟
زه مور او پلار يادوم!!!!
د دوی په شتون کې نړۍ مينه مينه
او د نړۍ شته والی دوی پورې تړلی ښکاري
او که دوی نه وي بيا ژوندون محال دی
نو ملګرو !!
زما له دې وينا سره به هوکړه کوﺉ!!
چې مور او پلار مو د تروږمۍ په شپه کې
د سپينې سپوږمۍ په څېر رڼا راکوي
همدوی د ژوند کولو دود رابښي
نور خو لا څه کړې، چې جنت راکوي
راځی، چې لاسونه ورته لپه کړو موږ
د خدای دې لوړ دربار ته
نو ملګرو!!!
زما له دې وينا سره به هوکړه کوﺉ!!!
راځی خوښي وربښو
هېڅ یې خفه نه کړو
خدمت يې موږه کوو
دغه يو هوډ پيدا کړو
چې مو څښتن رضا شي
او دا وطن مو له دې حاله ووځي
نو ملګرو!!
زما له دې وينا سره هوکړه وکړﺉ!!!
الله دې دوی ته جنتونه ورکړي
بيا هم وايم هوکړه وکړﺉ!!!!!!!!!
آمين
رفيع الله ستانکزی کندهار، د يکشنبه ورځ، د پلار د نړيوالې ورځې په وياړ
|

رفيع الله ستانګزى
دکابل دښوونې او روزنې پوهنتون |
|