
|
د نن څخه پوره 21 کاله دمخه د لوګر ولايت د محمدآغې په ولسوالۍ د مغل خېلو په کلي کې د انجينر محمد جميل په کور کې سترګې پرانيستې دي، چې په دغه مهال کې افغانستان پرته له جنګه بل څه نه پيژانده، د دوی کورنۍ هم د مهاجرينو د اوږدې لړۍ يوه کړۍ شوه او ښاغلي ستانګزي خپل ښونيز ژوند په پاکستان کې پيل کړ او په کال 1381 لمريز کې د پېښور د محمديې عالي لېسې څخه په ډېره ښه درجه فارغ شو، او د لوړو زده کړو لپاره يې د ژبو او ادبياتو د پوهنځی د پښتو په څانګه کې خپلې زده کړې پيل کړې، چې سږ کال (1385) کې د همدغې پوهنځی څخه په لومړي درجه فارغ شو.
د شعر او شاعرۍ سره له پخوا مينه لري، کابو ډېر شعرونه يې ويلي دي، خو اوس مهال يې خپله ټوله پاملرنه څېړنې ته کړې او خپلې لومړنې برياوې يې هم تر لاسه کړي دي.
دښاغلي ستانګزي کوم اثر په ځانګړې توګه نه دی چاپ شو، خو د بېلابېلو مجلو او پاڼو څخه يې خپلې ليکنې د هېواد والو سره شريکې کړي دي.
د ستانګزي د ناچاپو اثارو نوم لړ:
1- په پښتو ادب کې ژباړه او اړتيا
2- د عبدالحميد مومند ژوندليک، شاعري، سبک او د سبک پلويان يې
3- د عبدالحميد مومند په اشعارو کې د ماهيت په لحاظ تشبيه
4- د ملنګ جان په اشعارو کې بديعي ښکلاوې
5- د خوشحال خان په اشعارو کې د ښځې انځور
او د ادبي فنونو سره د مينې لرلو له کبله يې بېلابېلې ليکنې کړي دي، چې په تر اوسه د چاپ په ګاڼه نه دي پسولل شوي.
د دې ترڅنګ يې په ډېرو علمي سيمينارونو کې هم ګډون کړی دی، چې يو له هغو څخه د ښوونې او روزنې د پوهنتون علمي سيمينار دی، چې (په پښتو ادب کې ژباړه او اړتيا) تر سرليک لاندې يې خپل سيمينار جوړ او وړاندې کړ، چې وروسته بيا د پوهنتون او څانګې د ښوونکو له خوا د ستاينې وړ وبلل شو او د لوړو زده کړو د وزارت له خوا په ستاينليک ولمانځل شو.
د ښوونې او روزنې په پوهنتون کې د مشاعرې بنسټګر او د نورو فرهنګي کړيو سره په ادبي بنډارونو او ناستو کې هم برخه اخلي.
د ژورنالېستانو د ټولنې غړی او دم ګړۍ د اکسور سروې په نامه دفتر کې دنده ترسره کوي
دشعر بېلګه
|

رفيع الله ستانګزى
دکابل دښوونې او روزنې پوهنتون |
|