سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

د ګـلــو ګـیـــډۍ

دې  نـفـرتــونـــو تـــه  ، د مــیــنـی  مـــدرســـه  جـــوړه کــړه
بې  اتفــاقـــی  تـــه ، یـــوه  لـــویـــه  هـــدیـــره جـــوړه کـــړه

چې مرور   زړونـه، پـخــلا  شــی  او  شـــاډولـــی  وکـــړی
په  اتـفـــاق  بــانـــدی  د زړونـــو ســلــســلـــه  جــوړه  کـــړه

پـــښـــتــون  ولـــس دی ، زوریــدلـــی کــړیـــدلــی اشــنــا
دغه  ولس  ته، خوشحالـۍ  یــوه  تـــحــفـــه  جـــوړه کـــړه

هـــم  د یــــووالــــی ګـلان  وکـــره  پـــه  هــر لــــوري  کــــــې
بـیـا  ئـې  مـالیار  شـه  یــوه  غــټــه بـاغیـچــه  جـــوړه کـړه

چې  خوشبوی  ئې  نــسیـــم  راوړی  دی پښتون ولس ته
بـاغوانــه  تــه  ورتــه  ګــیـډۍ د ګل،  درنــه  جـــوړه  کــړه

 

 

نسيم ستوری

 


ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته