|
سیلاب د مینی په ادب کې څومره ښکلی ښکاری
ادب د ژوند په ټولو برخو کې ښاغلی ښکاری
ادب ښايسته شی چې په مینه کې خپل ژوندپیدا کړی
کــه بــغـاوت د میـنی وکــړی بیا نیمګړی ښکاری
جـامـی چـې واغـونـدی ادب د پښتونوالی ځانته
د ننګ ډګر کې بیا ادب ،ښکلی پیاوړی ښکاری
سیاست ، ادب چې شی ملګری او روان شی په لار
سیاست بیا ګوره ، خپل هدف ته رسیدلی ښکاری
سـحـر نـسـیـم چې د داب پلـوشی ځـان سه راوړی
بیا ئې هر ځوان ته کړی ډالۍ ، ادب غښتلی ښکاری

|