سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

د ژوندښکلا

د ژونـد  ټـولـه   ښـکلا ده  هـر  مـورچـل  د   پـښـتـونـخـوا
کـونـړه !   راتـه    ښــکارې    تــاج  مـحـل  د   پـښـتونـخوا

نـنــګـرهـار   کـه   کـنـدهـار  دی   خـړه    خــاوره    د  خـیـبـر
یــو   پـاڼــه    بــل   ډنـډر دی   ټـولـه    ګل  د  پــښـتونـخـوا

د خــوســت  او  د  لـغمان   ښــايـسـتـونـه   د   جــنـــت   دی
یو ټیګ  دی  د  ښايست   او   بل   اوربل   د   پښتونخوا

د سوات   ښایـست   مـو   اخـلـی   ورانـوی    هـم    پېښور
ځـان   مـرګـي   دی   بـریـدونـه  پـه   ګـوګل   د  پښتونخوا

عـزت   د   پـلار   نـیـکـه ، د   شمـلـې   نـه   چــې    زاریــږی
راجمعه    عـاشـقـان   دې   جـوړ   محـفل   د  پـښتونـخـوا

نــغـمـه   د   ربــاب   غــواړی   د  نسـیـم   سـتـوري     غـــزل
نسیم  ستوری  به  جوړ   کړې  اوس  غزل   د   پښتونخوا

 

 

نسيم ستوری

 


ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته