|
نــن مــې چــاودونکى زړګى بیا رانه اشـنــا غـواړى
پـه څـه خـبـره ئــې پــوخـــولا کــړم ، چــې لـیــلا غــواړى
چې د پـښتـون قـامـى وحـدت چـغــه ئـې پـورتــه کـړلـه
قــامـې وحــدت د پـــښــتـــنـو لا بــر مــــلا غـــواړى
چې پښتانه په کې راغونډ،ټول خوشـحالى وکړى نو
دا خان لالا «۱ » او سـتورى«۲ » لوى پښتونخوا غواړى
تــه د ډيــورنـد د کرښى وشـکـوه ځـنــځـیـر نـسيمه
اوس د اټـــګ پـه پـل جـنـډا د پــښتونــخـوا غـواړى
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱ ــ محمد افضل خان لالا
۲ ـ ډاکتر کبير ستورى

|