سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

زما جونګړه

ای  د  ښـــــايـــســت  وطـــنـــه، تــــه  ســــلامــــت  اوســــی
بـــیــرغ  پـــه  ټــولـــه  نــــړۍ، دی  ســـتــا اوچـــت  اوســی

پــــــه   تـــــا    کـــــــې   غـــــرونـــــه      شــــــتـــه    دی
ډ ک    ډک      ســـــیـــــنـــدونــــــه      شــــــتــــه    دی
ښـــــکـلـــــــی      ډاګـــــــونــــــــه    شــــــــتــــه       دی
تـــه  ئــــې  ټـــوټـــه  دجـــنـــــت، هــــمــدا  جـــنـــت  اوســــی
ای  د  ښـــــايـــســت  وطـــنـــه، تــــه  ســــلامــــت  اوســــی

د    نـــــنــــــګـــــــیــــالــــــــو       ســــنـــګــــــر     ئـــــــې
د    پـــــــښـــــــــتــــــــــــنـــــو      ټــــــــــــغــــــر       ئـــــــې
د   هـــــــر      پـــــــښـــــــتـــون       ځـــیـــکـــر        ئـــــې
تــــه ئــــې  جـــونــګـــړه  زمـــا، تـــه  پــــه  عــــــزت  اوســـی
ای  د  ښـــــايـــســت  وطـــنـــه، تــــه  ســــلامــــت  اوســــی

د     افــــــــتــــــــــــخـــــــار    شــــــــــمــــــلـــــه    ئــــــــې
د پــــــــښـــــــتـــــــنــــو    جــــــــــامــــــــــــه      ئــــــــــــې
د   لاروو       دمـــــــــــــــــــــــــــــــــــه     ئــــــــــــــــــــــــــې
دوشــمـن  دی  سـتـا پـه  هـر  ځـای ، تـل  ملامت اوسـی
ای  د  ښـــــايـــســت  وطـــنـــه، تــــه  ســــلامــــت  اوســــی

د   مـــیـــــــروس      خــــــــــان      وطـــــــــــن     ئـــــــــې
د بـــــاچــــــا   خــــــــان      ګـــلــــــــشـــــــن      ئــــــــــــې
د   صـــــــمـــــــد    خــــــــان     چــــــــــمـــن      ئــــــــــې
د  نــسیـم  ســتـوري   زړه کـې، بــه  تـر  قـیــامــت  اوســی
ای  د  ښـــــايـــســت  وطـــنـــه، تــــه  ســــلامــــت  اوســــی

 

 

نسيم ستوری

 


ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته