سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

لارښود

دونیا    یـو   نـنـداره   ده، د پښتون    څیری ګریوان    دی
په  زړه   د هر  پښتون   مو  د  وحدت   دا  یو   ارمان    دی

خوشحاله    شۍ   ملګرو   د  منـزل   پـه   لـورې    درومـې
پښتون   قامی  وحدت  په لور    روان  دغه کاروان   دی

کاروان   سه   چې   ملـګـري  شـو  مــنـزل  تـه    بـه   رسیږو
دا  لاره که ده سخته ، دی کاروان  کې پروت  توان   دی

پښتون  قامی  وحدت   لارښود   افضل خان دی ملګرو
لارښود  هم  دپښتون  قومی  وحدت  مخکی  روان  دی

نسیم  هم  د پښتون  قامی  وحدت  کاروان  سه  درومی
مـنـزل   تـه   بـه   رسـیـږی    ځـکـه   مـشر  افضل   خان   دی

 

 

نسيم ستوری

 


ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته