سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

پښتونخوا نوم

د  ګـل  د  خـوشـبوئي  ســه  د  ښـکلا  نـوم  اخیسـتـل  دی
زړګـــیـه   لــیــونــیــه   دا  هـم  ســتـا  نــوم  اخـیـسـتـل  دی

شــوګــیـر   تــه    بـیـداری   پـه    لاره    ډیـره    مـسکـیـدلـه
بـیـدار    ژونــدون     لـپـاره   د  سـبـا  نــوم  اخـیـستل   دی

وجـود   زمـونـږ   اختـیار   د  بل   نـشـه   کافـری   سترګـی
د خـپـل   وجـود   اخـتـیـار   مـو  د حـیـا نـوم اخیستل دی

لـښـکــر  د  غـیـرتـونـو   پـه   مــورچـــلــو   کــې   ولاړ   دی
په  زور  که  په  رضا وی  د خپل  ساه   نوم  اخیستل  دی

ای  عــقـلــه   د   ژونــدون    راتــه   نـغـمه   د  پـښتـو   وایه
دی خپل وجود پښتون  له پښتونخوا نوم اخیستل دی

نسیم ستوری د ځان سه  نن  مسکی مسکی خو کیږی

رنګونو   د  ښايست   د پرمـخـتـیا   نـــوم   اخیستل   دی

 

 

نسيم ستوری

 


ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته