|
مونږ شاعران ئې لــټـوو پـــه مـــیــنــارونــو کــې
پــښـــتــو ده ورکـــه رانـــه پــــــه د فــتــرونــــو کـــې
پښتو د ژونــد ښــکلا ده، د هر یو فـن ښــکلا ده
دا هم په زړه د پښـتـون ، د هـر یـو تـن ښـکلا ده
دا بــه د ګل غــونـدي ټــوکـیـږی زمونـږ زړنو کې
پــښـــتــو ده ورکـــه رانـــه پــــــه د فــتــرونــــو کـــې
پښتو ، ملګـرو زمـــونـــږ ، دا د غــیــرت نــښــه ده
دا په هــر ځــای کـــې زمـونږ دا، د عزت نښه ده
هر یــو شــاعــر ده هم ستايــلـی په شـعرونـو کــې
پــښـــتــو ده ورکـــه رانـــه پــــــه د فــتــرونــــو کـــې
وعدی خـــو ډیری وکړی ، خـپـلــی چوکۍ لپاره
پــښــتــو بــه راشــی سـکــول تــه، د تـرقـۍ لـپــاره
په چوکۍ کینې ، پښتو نه پريږدی سکولونو کې
پــښـــتــو ده ورکـــه رانـــه پــــــه د فــتــرونــــو کـــې
دوی چې چوکۍ ونیسی، پـښـتـون ئې فکر نــه وی
د بـل لــګـۍ ونــیــسی ، د پــښــتـو ذکـــر نـــه وی
جــانــانــه دغــو هــــم ځــپــلــی ده ښــــــارونـــــو کـــې
پــښـــتــو ده ورکـــه رانـــه پــــــه د فــتــرونــــو کـــې
دا د ولــــس ژبــــه ده، دا مـــړه کــولــی نــــشـی
عبس خواری دی نه کړی ، دا څمـلولـــی نــشی
ولس ژونــدۍ ســاتــلــی ده خپــلـو منيځونو کې
پــښـــتــو ده ورکـــه رانـــه پــــــه د فــتــرونــــو کـــې
دا لــرو بــر پښـتـانـه، چـې راويــښ شـوی نـه وی
قـــامــی وحـــدت ګـلان چــې، را ټـوکـیـدلـی نــه وی
پـښـتـو بـه وی ، داسی غـلامـه سـیـاسـتـونـــو کـې
پــښـــتــو ده ورکـــه رانـــه پــــــه د فــتــرونــــو کـــې
ای د وطــن ځــوانــانـو ، نـنــګ په پښتو پکار دی
د خپل وجـود په خـاطـر، نــنــګ د ځــلـمو پکار دی
نسیم خــو وائــی دوی ئې نه پریږدی کورنــو کې
پــښـــتــو ده ورکـــه رانـــه پــــــه د فــتــرونــــو کـــې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سکول : ښوونځی

|