|
چـــې د مــیـــــنـی مــحـــبــــت نـــه مــې جـــوړ کـــــور دی
رقــیـــــبـــان دی راتــه ســـــوځــــی حـــال ئـــې نـــــور دی
پـښـتـونــخـــــوا زمــــا لـــيـــلا زه ئـــې مــجــــنـــون يـــم
زمـــــا زړه کـــــې د پــــــــښــــتـــو د مـــیــــــنـــې اور دی
کــه هــر څــو ئـــې دښــمــنــان پـه کـــرښـــو بــيــل کــړی
لـــرو بــــــر پـــښـــتــانــه يـــو دی یــــو ئـــــې کــــور دی
د مــــنـــګـــی او د ربـــــــاب نــــغـــــــمــــی غـــــږیــــــږی
راتـــه ښــــکاری پــــه حــجـــره کې ټــنـــګ ټـکـــور دی
پلوشــې د مــیــــنــې هـــره خـــوا تـــه خــــورې شــــوی
د نســیــم پـــه دې راتـــلـــــو کـې دومـــــــره زور دی

|