|
چی له وطن ځينی وتلی ولاړه ومه
لکه ماشوم چی د ژړيدلی ولاړه ومه
يو خواته جنګ بل خوا وطن بل خوا دهجر لمبی
اوښکی پر مخ تلی _ تلی تلی ولاړه ومه
د غمو پيټی در سره وه په سفر روان وی
سپين سري مور چی ښکلولی ولاړه ومه
پدی ارمان وی چی وطن ته بيا کله رايشۍ
په سر د خاوری بادولی ولاړه ومه
شونډی د وچی وی بچی د ښکلول روان وی
حيران حيران چی د کتلی وﻻړه ومه
له ډيره درده می زړګی نږدی وه و چويږی
د غم سلګی چی د وهلی ولاړه ومه
حفيظ ملياره دا لحظی وی له ماتمه ډکی
د خدای په امان چی د ولی ولاړه ومه
عبدالحفيظ مليار سا پۍ ويانا

|