نه پيسی لرم نه زر ـ خو پاک خدای لرم سر په ولس باندی مين يم ـ هر يو ښکاری د زړه سر دا چی وچولی دی روښانه ـ پدی ډير يم بختور په خندا چی يو بل وينو ـ هره شيبه مو ده اختر خود خوا هان بی وزنه ښکاری ـ لکه سپک د مچ وزر لباسی پتنګان ورک شه ـ دوی به خدای کړی در په در زه حفيظ مليار تري ځارشم ـ د يو ښکلی شان دلبر نه پيسی لرم نه زر
حفيظ مليار ويانا اوتريش
عبدالحفیظ ملیار
ددې پاڼې ټولې ليكنې دليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي ،ددي پاڼې ملګرتيا ورسره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي