سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

سر ټيټول

 ګلی دا ستا واړه شرطونه منم
خو صرف دا يو شرط که د بيرته واخلی
ګلی له تانه به ځوانی قربان کړم
 ګلی له تانه به غربت قربان کړم
ګلی خپل ځان به سپيلنۍ کړم تاته
 غواړم چی وينی می له تا قربان کړم
خو صرف دا يو شرط که د بير ته واخلی
هغه شرط ماته يي منل ګران دی
هغه شرط ماته يي زغمل ګران دی
 په هغه شرط باندی زه بد ښکاريږم
په هغه شرط باندی زه سپک ښکاريږم
 هم په دنيا هم اخرت به سپک يم
خيردی ليمی به می کړم ټيټی درته
خير دی دا سربه می سرتور کړم تاته
خير دی عذرونه به هم ډير وکړمه
 په ننواتو به دکورته درشم
دا ستا د در به ملنګی وکړمه
 خو <<سر ټيټول >> پښتون نه مه غواړه ته
هو زه پښتون يم سرمی تاته ټيټولی نشم
سر ټيټول پښتون ته زيب نه کوی
زما محبوبی صرف همدغه شرط دبيرته واخله
 سرټيټول پښتون نه مه غواړه ته

عبدالحفيظ مليار ويانا

 

 

عبدالحفیظ ملیار


ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته