سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

د مور د مړينی په ياد


ته رانه ﻻړی زه د پريښودم حيران موری
لرم خفګان موری لرم خفګان موری

تا ته خدمت می په زړه پاته شو ارمان موری
لرم خفګان موری لرم خفګان موری

ستا شفقت يادوم ستا محبت يادوم
لاس ټکوم چی رانه تير دی دا دورا ن موری
اوس چی بی تا يم موری لکه ګدا يم موری
له غمه ګيچ يم چا ته چيری کړم ګريوان موری

ستا ياد ګارونه لرم ستا ټول غمونه لرم
ځکه می نم له سترګو توی شی شی بارن موری

ما باندی او ر بل دې دزړه په کور بل دی
له غمه چيرته چاته چيري کړم ګريوان موري

الله د وکړې رحمت شه د د ا قبر جنت
حفيظ مليا ر د ځکه سپا رم په سبحان موری
لرم خفګان موری لرم خفګان موری

په ډيره ډيره قدردانی عبدالحفيظ مليار داتريش ښار ويانا

څلوريزه
موری قبر د خدای تا ته څراغان کړی
موری قبر د خدای ستا جنت نشان کړی

زه حفيظ مليار به عذر کوم خدای ته
چه جنت فردوس کی ستا ښکلی مکان کړی

٤\١١\٢٠٠٧ م ويانا
عبدالحفيظ مليار

 

عبدالحفیظ ملیار


ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته