پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی
جوړ د بنګو کڼډولی وای --- يو روحباب وای يو منګی وای د لغمان په شکور اباد کی ---- يو ښايسته ما ز يګری وای ورته ناست وای په ديره کی --- د چنار تر سيوری لاندی کليوال درنه چار پير وای--- هر افغان درته زړګی وای مه قالينی وای مه کوچ وای --- اوار کړی مو نيمسی وای په ګدر کی شور ماشور وای--- وای د پيغلو قطارونه چی په لپو يي ډکولای --- هری پيغلی خپل منګی وای ښه موسم وای پسرلی وای --- د لونګو يو پټی وای چی شپيلی يي غږولای --- هلته خوا کی مو شپونکی وای المر ورورو ولويدلای --- سور شفق وای ماښامی وای بيا دبام په کټ کی خوب وای-- يخ شمال نری نری وای د حفيظ مليار زړګېه --- اوس نو ژاړه په هجران کی پاده وان په خپل وطن وای ---- له وطنه سپيلنی وای عبدالحفيظ مليار ويانا اتريش
عبدالحفیظ ملیار