خوږ زړګی می پکښی بند دی بل جهان می نه خوښيږی
چی دلبر می خوا کی نشته خدايګو ځان می نه خوښيږی
په هجران کی د کړيږم ای زما ګرانه وطنه
چی ستا بوی هغه کی نه وی دا ګلان می نه خوښيږی
چی ملنګ د در کی نه وی مجنون ندی عاشق ندۍ
ستا په لار چی څيری نه وی دا ګريوان می نه خوښيږی
زما ګران افغانستانه زما روح او زما ځانه
چی له تا سره خيانت کړی دا وجدان می نه خوښيږ ی
د حفيظ مليار لاسونه د الله در بار ته لپه
په وطن کی صلح غواړم غما زان می نه خوښيږی
عبدالحفیظ ملیار
ددې پاڼې ټولې ليكنې دليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي ،ددي پاڼې ملګرتيا ورسره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي