سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

مبارک د شه دا


خبر په هره ژبه خوند راکوی
پښتو ويل په عبادت کې راځې

حفيظ ( ملياره ) مبارک د شه دا
دا پښتانه به په جنت کی راځې

عبدالحفيظ ( مليار ) ٢٤\١٠\٢٠٠٧ م
ويانا اتريش

شکر خدايه


شکر خدايه چه په خټه کې پښتون يم
شهادت سره عقباته بيرته ستون يم

د وطن په ننګ يم تا زه پوهولی
وطن شمع ده ليلا ز ه يي مجنون يم

دون صفت


دون صفت غلام صفته خلک څه دې
ژوندی ښکاری حقيقت کی واړه مړه دی

حيس صفت دانسانيت هغو کی نشته
چه په وينو د مظلومو څوک ماړه دی
عبدالحفيظ ملي
ار

دپلار په ژبه



څوک چی د پلار په ژبه نه پوهيږی
دا پښتانه پری را خبر کړی خلکو

سريي کړی کل او ورته مخ يي تور کړی
د ګيدړ خوله ور په سر کړي خلکو

لر او بر


دا لر او بر سره دوه ورونه دی
خط د ډيورنډ زمونږ رګونه دی

دا چی غليم تل دپښتون وينی څکی
ځکه مو خراب ورته فکرونه دی

پښتونستان


زه په زړه ازار پښتونستان يمه
زه دښمن ته خار پتونستان يمه

خپله ازادی که مو په برخه شوه
جوړ د ګلو هار پښتونستان يمه

زما وينه


وينه زما د هر رنځور دوا ده
ماته بيا وينه د انګور دوا ده

زما زړګی د زليخا زړګی شو
هغی ته صرف ديوسف نور دواده

ساقی


مانه می وينی غمو وچۍ کړلی
ځکه چی وينی د انګورو څکمه

ساقی که تا سره خومونه نه وی
اجازه راکړه څو جامونه څکمه
عبدالحفيظ مليار

 

عبدالحفیظ ملیار

دلغمان-په شکور  اباد کی
ستا اختر
هلته  تخار کی

بل جهان

په مو نږه  لوبی

پلار ته

زلفی
سپېلنی نظر

در نه لاړمه   

شهيد   به   شمه
ولاړه  ومه
د خټو  وران  کلی
 څلوريزه

نه پيسی لرم نه زر

سر ټيټول

غزل
د مور د مړينی په ياد
پښتونه

ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته