سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

 

 

 

 

 

 

 

نظرماتۍ

ګوره  راته  ګوره  چه  کتو کې دې اثر  وینم
خوښ یم له ژوندونه چه ستا سترګې هرسحروینم
وله غشې وله ښکار د زړه مې په  تلوار کوه
بې له  دې  دې غشې هره ورځ  په خپل ټټر وینم
ستا دتوروسترګوله هیبت چه سترګې پټې کړم
ریږدم  وارخطا شم  پټ په پټه  کې  محشر  وینم
زه خو ستا د سترګو په  فرقه کې پيره دار یمه
جوړې  زلزلې شي د  بڼو  چه  ستا  لښکر  وینم
مه غړه وه سترګې داغیارلورته خراب به شم
هسې هم  خراب یم  خرابه  کې مې سنګر  وینم
ورکړه نظرماتۍ د سروشونډو چه راغلۍ دۍ
ستا  درکې  ولاړ غریب کاکړ مست  قلندر وینم

انجنر عبدالکبیر کاکړ
جرمني  05 .12 .10

 

 

انجینیر عبدالکبیر کاکړ

عبدالکبیر کاکړ

 

 

ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته