سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

 

 

 

 

 

 

 

قسمت

لږ  مې   واخستل   د   ځان   لپاره   بنګ
او   يو   څه    ورسره   وه    لاچي  لونګ
د   لونګو  نه   مې   جوړ   کړ   ښه   اميل
ورته  ور مې  کړه  د زړه  له  وينو  رنګ
دا   اميل   مې    واچوه    ورته   په   غاړه
په سينه باندې ئې جوړ شو شرنګ او پرنګ
بيا   ئې    وکتل    په    مينه    مينه    ماته
مړاؤو سترګو  ئې د ځان  کړمه  ملنګ
ما ويل چه د زړه سوال  ورځنې وکړم
دځمري زړه مې سينه کې شو په  تنګ
له   حيا  نه   ناتوان   او   بيچاره   شوم
بيانو شوم خپل خوار قسمت سره په جنګ
انجنر عبدالکبير کاکړ
جرمني ۱۸ .۱ .۲۰۰۸

 

 

انجینیر عبدالکبیر کاکړ

عبدالکبیر کاکړ

 

 

ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته